د چاپېریال ساتنې اداره:

افغانستان د اقلیمي بدلون د مخنیوي له پاره ۱۷ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري

17 سرطان 1397 ساعت 15:35

د چاپېریال ساتنې اداره وايي، افغانستان د اقلیمي بدلون له سختو ګواښونو سره مخ دی او په دې برخه کې مبارزه ۱۷ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.


د چاپېریال ساتنې اداره وايي، افغانستان د اقلیمي بدلون له سختو ګواښونو سره مخ دی او په دې برخه کې مبارزه ۱۷ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اقلیمي بدلون په اړه دوه ورځنۍ مشورتي غونده نن یکشنبې د چنګاښ ۱۷ مه کابل کې جوړه شوې وه او د دغه ادارې چارواکو ویلي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې تر ۲۰۲۰ کال پورې ۱۷ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د یادې ادارې مرستیال محمد نعمان حکمت په غونډه کې و ویل، چې د اقلیم بدلون یو نړیوال ګواښ دی، چې افغانستان هم له دې څخه ګوښی نه دی.

نوموړي و ویل، افغانستان ته د اقلمي بدلون زیان او ګواښ ځکه زیات دی، چې د دغه هېواد ۸۰ سلنه وګړي کرونده ګر دي، چې د اقلمي بدلون څخه به زیات زیان و ویني.

د هغه په وینا چې افغانستان په دې برخه کې د مبارزې له پاره تر ۲۰۲۰ کال پورې ۱۷ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري خو په وینا یې دا ظرفیت نشته، چې دغه پیسې د نړۍ د شنه اقلیمي صندوق څخه تر لاسه کړي.

دی ټینګار کوي که څه هم افغانستان د نړیوال شنه اقلیم صندوق غړیتوب لري، خو د دې ادارې څخه پیسې تر لاسه کول یوې جامعې طرحې ته اړتیا لري، چې په افغانستان کې دا ظرفیت نشته.

هغه د دې ستر لامل چې ولې افغانستان نه شي کولای دغه پيسې تر لاسه کړي، هېواد کې سیاسي، ګوندي او تخنګي ستونزې یادې کړې.

نوموړي و ویل بل دلیل دا دی، چې د نړیوال شنه صندوق چارواکي په هغه هېوادونو کې لږ پرمختګ یې کړی لکه افغانستان زیاته پاملرنه ورته نه کوي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فایض



 


د مطلب کود: 106083

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106083/

جمهور
  https://www.jomhornews.com