ازبکستان وايي د افغانستان د سولې په برخه کې مرستې ته چمتو دی

17 سرطان 1397 ساعت 16:00

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیزکاملوف سره پر یو لړ مسایلو خبرې اترې کړي دي.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیزکاملوف سره پر یو لړ مسایلو خبرې اترې کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی کاملوف د یوه ازبک پلاوی په مشرۍ نن یک شنبې د چنګاښ ۱۷ مه کابل ته راغلی دی.

اجرائیه رییس عبدالله په سپېدار مانۍ کې له ازبک پلاوی سره کتلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې اترې کړې دي.

هغه د افغانستان د سولې او نورو برخو کې د ازبکستان له مرستو د مننې تر څنګ و ویل، چې د افغانستان او ازبکستان په اړیکو کې یو نوی باب پرانستل شوی دی.

په ورته وخت کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي کاملوف هم د مننې تر څنګ ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د سیمې د سولې، ثبات او پرمختګ له پاره مهمې او ګټورې دي.

نوموړي و ویل هېواد یې چمتو دی، چې د افغان سولې په برخه کې مرسته وکړي او په دې برخه کې خپل رول زیات کړي.

په دې ناسته کې دواړو لورو د اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 106085

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106085/

جمهور
  https://www.jomhornews.com