ازبکستان غواړي افغانستان کې د نساجۍ فابریکې جوړې کړي

18 سرطان 1397 ساعت 9:27

د ازبکستان چارواکي وایي، په افغانستان کې یې په نړیوال معیار برابر د یو شمېر فابریکو د جوړولو پر پلان کار کړی دی.


د ازبکستان چارواکي وایي، په افغانستان کې یې په نړیوال معیار برابر د یو شمېر فابریکو د جوړولو پر پلان کار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې کړي دي.

کابلوف د ازبک پلاوی په مشرۍ پرون د چنګاښ ۱۷ مه کابل ته راغلی او د ولسمشرغني په ګډون یو شمېر افغان چارواکو ورسره وکتل.

له ولسمشر په لیدنه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي هېواد یې غواړي په افغانستان کې د نساجۍ شپږ فابریکې جوړې کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې په دې اړه په یوه پلان کار کړی او دا فابریکې به په نړیوال معیار جوړې شي.

ولسمشر غني هم په خپلو خبرو کې د ازبکستان د دغه اقدام د ستاینې تر څنګ ویلي دغه هېواد باید له افغانستان سره د سمنټو د پنځو فابریکو په جوړولو کې هم مرسته وکړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر هم په دې برخه کې ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې دا غوښتنه به هم د خپل هېواد له چارواکو سره مطرح کړي.

په دې ناسته کې ولسمشر او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو تر منځ پر سوداګرۍ، د اړیکو پر پراختیا، سیمه ییز ثبات او سولې باندې هم خبرې کړې دي.

ولسمشر لارښوونه کړې، چې  له ازبکستان سره دې د سوداګرۍ په برخه کې ټولې ستونزې او خنډونه له منځه یوړل شي او ددواړو هېوادونو ترمنځ دې ډاډه او پراخې ترانیزیتي اړیکې رامنځ ته کړل شي.

ها خوا بیا د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې خپلې هڅې او رول زیات کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 106096

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106096/

جمهور
  https://www.jomhornews.com