ترکیه کې د رېل ګاډي چپه کېدو پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي دي

18 سرطان 1397 ساعت 9:34

د ترکیې دولتي رسنۍ راپور ورکوي، چې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې یو ریل ګاډی له پټلۍ اوښتی او ۸۳ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ترکیې دولتي رسنۍ راپور ورکوي، چې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې یو ریل ګاډی له پټلۍ اوښتی او ۸۳ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ترکیي چارواکو ویلي، دغه ریل ګاډۍ چې ۳۶۲ تنه په کې سپاره و د ترکیې په شمال لوېدیځ کې د سختو باروانو له کبله د دغه پېښې سره مخ شوی دی.

دا ریل ګاډۍ د بلغارستان پولې ته څېرمه د کاپیکول له ښار څخه استانبول ته په لاره و، چې د تکیرداغ په ولایت کې له پټلۍ واوښت او چپه شو.

د ترکیې دولتي تلوېزیون اعلان کړی، چې په دې پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۷۳ نور ټپیان شوي دي.

د ترکیې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی او ښايي د تلفاتو شمېره نوره هم لوړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 


د مطلب کود: 106097

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106097/

جمهور
  https://www.jomhornews.com