د افغانستان ژغورنې ایتلاف حکومت ته!

په خلاصو غوږونو واورۍ جنرال دوستم هېواد ته راولو

18 سرطان 1397 ساعت 9:45

د افغانستان د ژوغورنې ایتلاف مشرتابه پلاوی ویلي، په هر ډول او هرې لارې چې وي، جنرال عبدالرشید دوستم به هېواد ته راولي.


د افغانستان د ژوغورنې ایتلاف مشرتابه پلاوی ویلي، په هر ډول او هرې لارې چې وي، جنرال عبدالرشید دوستم به هېواد ته راولي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ائتلاف مشرتابه پلاوي پرون یکشنبې د چنګاښ ۱۷ مه بلخ ولایت کې د یوې ناستې پر مهال دغه څرګندونې کړې دي.

د دغه ائتلاف د مشرتابه پلاوي غړي او د افغان اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق ویلي، له هرې ممکنې لارې چې وي، دوستم به هېواد ته راستون کړي.

محقق زیاته کړې«حکومت او ټول دې په خلاصو غوږونو واوري تر پرونه مو ویل چې دوستم راولی خو وروسته له دې وایو، چې دوستم راولو، که هر بحران رامنځ ته کېږي، مسؤولیت به یې د هغه چا په غاړه وي، چې بحران ته زمینه برابروي.»

د یاد ائتلاف د مشرتابه پلاوی یو بل غړي عطامحمد نور بیا په خپلو خبرو کې بیا د موقت حکومت د جوړولو خبره کړې ده.

نوموړي ویلي موقت حکومت به دواه کاله دوام وکړي، برېښنايي تذکرې به و وېشل شي، ټاکنیز نظام به اصلاح، لویه جرګه دې راوبلل شي او اساسي قانون باندې د بیا کتنه وشي.

هغه دا هم زیاته کړې، چې یادې د درېیم معاونیت څوکۍ زیاته شي او یادې هم اجرائیه ریاست په رسمیت وپېژندل شي.

باید و ویل شي د ژوغورنې ائتلاف مشرتابه پلاوی دغه توغندې څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې افغان حکومت د جنرال دوستم یو غښتلی قوماندان د زرواکۍ په تور نیولي او کابل ته یې راوستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 106100

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106100/

جمهور
  https://www.jomhornews.com