په شمال کې د افغان پوځ چارواکي وايي، د بلخ ولایت له پاره د وسله والو طالبانو نومول شوی والي مولوي قدرت الله په نښته کې سخت ټپي شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه نن دوشنبې د چنګاښ ۱۸ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان ځواکونو پرون د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د ولید ۹ تر نامه لاندې عملیاتو کې د دریو سیمه ییزه قوماندانانو په ګډن ۱۰ وسله وال وژل شوي او دغه راز ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ټپي طالبانو کې یو هم د بلخ ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي قدرت الله هم شامل دی.
دغه رزا خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو طالبانو کې د ملا خیرالله خیرخواه، قاري صدیقي او عبدالرشید ګنجم د هغوی درې قوماندانان شامل دی.
۲۰۹ شاهین قول اردو زیاتوي، چې د چمتال ولسوالۍ یو شمېر سیمې له وسله والو پاکې شوې او د نورو سیمو د پاکولو له پاره عملیات دوام لري.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:بلخ