هلمند کې یو ځانمرګی تر برید وړاندې نیول شوی دی

18 سرطان 1397 ساعت 11:29

سیمه ییز چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو په هلمند ولایت کې یو ځانمرګی برید کوونکی هدف ته تر رسېدو وړاندې نیولی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو په هلمند ولایت کې یو ځانمرګی برید کوونکی هدف ته تر رسېدو وړاندې نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه موټربم ځانمرګی بریدګر نن دوشنبې د چنګاښ ۱۸ مه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې نیول شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د یاد خبر پخلی کړی او ویلي یې دي د دغه ځانمرګي موټر بم بریدګر موخه د پولیسو ۵۰۵ بُست زون وو چې هدف ته تر رسېدو وړاندې ونیول شو.

ځواک په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 


د مطلب کود: 106108

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106108/

جمهور
  https://www.jomhornews.com