وسله والو لوګر کې یو ښوونځی سوځولی دی

18 سرطان 1397 ساعت 11:36

راپورونه وايي، وسله والو کسانو لوګر ولایت کې د نجونو او هلکانو یوه لومړني ښوونځي ته اور ورته کړی او سوځولی یې دي.


راپورونه وايي، وسله والو کسانو لوګر ولایت کې د نجونو او هلکانو یوه لومړني ښوونځي ته اور ورته کړی او سوځولی یې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د چنګاښ ۱۸ مه سهار شاوخوا ۶:۳۰ بجې د لوګر مرکز اړوند شولوک سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د شولوک سیمې اوسېدونکي وایي، وسله وال سهار مهال دغه ښوونځي ته راغلل اور یې ورته کړ او وروسته یې خلک هم نه پرېښودل، چې ښوونځي ته نېږدې شي او اور مړ کړي.

په دغې پېښه کې د یاد ښوونځي ۸ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، یو تحویلخانه، شته اسناد، دروازې،کړکۍ، سلګونه مېزونه،څوکۍ، درسي کتابونه،حاضري ګانې او لابراتواري وسایل سوځېدلي دي.

د پوهنې وزارت چارواکو هم د دې خبر پخلي کړی خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

دغه ښوونځی په ۱۳۸۱ لمریز ښوونیز کال کې جوړ او اوس مهال د ۲۲۰ وړو نجونو په ګډون ټول ۴۲۰ زده کوونکي لري.

د لوګر ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې دا کار وسله والو طالبانو د هغه عملیاتو په ځواب کې کړی، چې تېره شپه د افغان ځواکونو له خوا په یاده سیمه کې د طالبانو پر ضد تر سره شوي دي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي وو، چې تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 
 


د مطلب کود: 106109

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106109/

جمهور
  https://www.jomhornews.com