د مکې مکرمې امام:

افغانستان کې روانه جګړه او افراطیت باید نور ختم کړای شي

18 سرطان 1397 ساعت 11:58

د سعودي عربستان د مکې معظمې امام شیخ عبدالراحمن السدیس ویلي په افغانستان کې روانې جګړې او افراطیت ته باید نور د پای ټکی کېښودل شي.


د سعودي عربستان د مکې معظمې امام شیخ عبدالراحمن السدیس ویلي په افغانستان کې روانې جګړې او افراطیت ته باید نور د پای ټکی کېښودل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شیخ السدیس دغه څرګندونې له یوې عربي ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د سولې او ثبات له پاره په جده کې د دیني عالمانو غونده خورا مهمه ده.

نوموړي ویلي، چې په جګړه ځپلي افغانستان کې باید د روانو خونړیو جګړو لمنځه ورټوله کړای شي او دیني عالمان د دغه جګړې د پای له پاره حل لارو پسې ګرځي.

شیخ السدیس زیاته کړې، چې سعودي عربستان د افغانستان له سولې سره مرستې ته چمتو دی او باید روان تاوتریخوالی او افراطیت نور ختم شي.

هغه ویلي«سعودي عربستان غواړي په دې غونډې سره ثابته کړي، چې افغانستان کې سولې ته ژمن دی، د دیني علماوو دغه کنفرانس پر دې تمرکز کوي، چې دغه جګړه باید د افغانانو له سره ټوله شي او دوی ته اجازه ورکړل شي چې په سوله او ثبات کې ژوند وکړي، د سعودي خلک له افغانانو سره ښې اړیکې لري، او موږ هڅه کوو، چې دې هېواد ته سوله راشي.»

باید و ویل شي، چې د افغانستان د سولې او جګړې د پای ته رسولو په خاطر په سعودي عربستان کې د ۳۷ اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو غونډه به نن پیل او دوه ورځې به دوام وکړي.

په دغه غونده کې به دیني عالمان لومړی په افغانستان کې پر سولې او د جګړې پر پای ته رسېدو خبرې اترې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 106113

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106113/

جمهور
  https://www.jomhornews.com