۰

د افغانستان د علمانو شورا پلاوی هم سعودي عربستان ته ولاړ

دوشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۲
د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو په کنفرانس کې د ګډون په موخه د افغانستان د علماوو شورا پلاوی هم سعودي عربستان ته تللی دی.
د افغانستان د علمانو شورا پلاوی هم سعودي عربستان ته ولاړ
د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو په کنفرانس کې د ګډون په موخه د افغانستان د علماوو شورا پلاوی هم سعودي عربستان ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان دیني عالمانو د پلاوی مشري د علماوو شورا د رییس مولوي قیام الدین کشاف پر غاړه ده، او دغه پلاوی نن دوشنبې د چنګاښ ۱۸ مه کابل د جدې د سفر په قصد پرېښود.

د افغانستان د علماو شورا په پلاوي کې ټول ۳۰ تنه دیني عالمان ګډون لري او دوی به په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې او جګړې په اړه په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.

د سعودي عربستان په جده کې د ۳۷ اسلامي هېوادونو کابو ۱۳۰ دینی عالمان سبا سه شنبې او چهارشنبې د افغانستان سوله او جګړه او په ټول کې ترهګري تر بحث لاندې ونیسي.

د افغانستان د عالمانو د شورا غړي حاجي یوسفي دغې غونډې د جوړولو هدف دادی چې د جګړې د تحریمولو فتوا ورکوي او له طالبانو څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې لاره ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي