لوګر کې د هوايي برید پر مهال ۲۰ ملکیان او طالبان وژل شوي دي

18 سرطان 1397 ساعت 15:44

سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو لوګر ولایت کې د هوايي او ځمکني عملیات تر سره کړي، چې په ترڅ کې یې د ملکي وګړو په ګډون ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو لوګر ولایت کې د هوايي او ځمکني عملیات تر سره کړي، چې په ترڅ کې یې د ملکي وګړو په ګډون ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې دغه عملیات تېره شپه (د چنګاښ ۱۸ مه) د لوګر د مرکز پل علم اړوند د بابوس په سیمه کې شوي دي.

د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزی وايي، هوايي او ځمکني بریدونه هغه مهال شوي، چې وسله والو طالبانو په یاده سیمه کې د ۰.۱ قطعې په کاروان برید وکړ.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو تر برید وروسته افغان ځواکوو هوايي برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۴ ملکي وګړي او ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

ویل کېږي د دغه برید پر سهار  سیمې خلکو په لاریون لاس پورې کړی او له حکومت نه یې غوښتي، چې د ملکي وګړو قاتلین ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

طالبانو هم په یاده سیمه کې د هوايي برید پخلی کړی خو وايي، په دغه برید کې یوازې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دوی ملګرو زیان نه دی لیدلی.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 


د مطلب کود: 106134

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106134/

جمهور
  https://www.jomhornews.com