د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی او ټاکل شوې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو افغان چاوراکو سره وګوري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو نن دوشنبې د چنګاښ ۱۸ مه کابل ته رسېدلی او ویل کېږي، چې له افغان چارواکو سره به د افغانستان پر امنیتي وضعیت، سولې، ترهګرۍ سره پر مبارزې، د دواړو هېوادونو پر اړیکو او دغه راز د افغانستان سره د امریکا پر مرستو خبرې اترې وکړي.
له دې سره دا هم ویل کېږي، چې له افغان چارواکو سره تر لیدونو وروسته به ولسمشر غني او پمپیو په یوه ګډ خبري کنفرانس کې هم خبرې وکړي.
تر اوسه حکومتي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل