د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

طالبان دې زموږ وتلو ته نه انتظار کېږي سوله دې وکړي

19 سرطان 1397 ساعت 7:32

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، افغانستان کې سولې ته یو ځل بیا هیلې پیدا شوې او اوس ډېری طالبان هم په دې پوهېدلي چې د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدای.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، افغانستان کې سولې ته یو ځل بیا هیلې پیدا شوې او اوس ډېری طالبان هم په دې پوهېدلي چې د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدای.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پامپیو پرون دوشنبې د چنګاښ ۱۸ مه په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی او دا خبرې ناوخته له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

نوموړي و ویل، چې امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو کلک ملاتړ کوي او په دې برخه کې چمتو ده، چې خپله هم خبرو کې برخه واخلي.

هغه ټيڼګار وکړ، چې طالبان د جګړې له لارې بري ته نه شي رسېدلی او نه دې هم په دې تمه کېني، چې ګڼې امریکا به له افغانستان و وځي او دوی به بیا د سولې خبرې وکړي.

پمپیو و ویل چې د امریکا او افغانستان اړیکې اوږد مهالې دي، او امریکا به په ملکي او نظامي برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ډونالډ ټرمپ ستراتېژۍ ته په اشارې زیاته کړه« طالبانو ته پیغام دی چې دوی هغه وخت ته انتظار نه شي کولی چې موږ و وځو، زموږ پوځي حضور به په وخت نه بلکې په شرایطو پورې تړلی وي.»

نوموړي و ویل، چې په افغانستان کې سولې ته هیلې زیات شوې دي او په دې برخه کې یې له ډیرو سیمه ایزو شریکانو څخه هم ښې نښې لیدلې دي، خو باید دقت وشي او لا هم ډېر کار پاتې دی.

باید و ویل شي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغان چارواکو سره پر راتلونکو انتخاباتو هم خبرې کړي او هیله یې ښودلې چې تر ټاکنو مخکې به په افغانستان کې تاوتریخوالی راکم شي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 


د مطلب کود: 106142

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106142/

جمهور
  https://www.jomhornews.com