نن د افغان سولې په اړه سعودي عربستان کې مهم کنفرانس جوړېږي

19 سرطان 1397 ساعت 7:41

د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان مهم کنفرانس نن سه شنبې د چنګاښ ۱۹ مه د سعودي عربستان جده کې جوړېږي.


د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان مهم کنفرانس نن سه شنبې د چنګاښ ۱۹ مه د سعودي عربستان جده کې جوړېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دیني علماوو دغه کنفرانس، د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د دیني علماوو نړیوال کنفرانس نومېږي او په دې کنفرانس کې د افغانستان د سولې او روانې جګړې په اړه دیني علما خپل نظرونه شریکوي.

د اسلامي همکاریو د سازمان غړو ویلي په کنفرانس کې د ۳۶ هېوادونو تر ۱۱۰ پورې دیني علماوو برخه اخیستې ده.

دغه کنفرانس د افغانستان لپاره خورا مهم ګڼل کېږي او ټاکل شوې چې افغان جګړه پکې له مذهبي او شرعي اړخه وڅېړل شي.

یاد کنفرانس ته د افغانستان د علماوو شورا څخه هم ۳۶ کسیزه پلاوی ورغلي، چې مشري یې مولوي قیام الدین کشاف کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم ویلي ، دغه دیني علما به تر بحثونو وروسته د افغانستان د جګړې په اړه خپل نظر شریک کړي او پر طالبانو ښايي غږ وکړي چې له جګړې لاس واخلي.

 د مکې مکرمې امام عبدالرحمن السدیس هم له یوې عربي رسنۍ سره مرکه کې دغه کنفرانس مهم ګڼلی و او هیله یې څرګنده کړې وه، چې په دې سره په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106144

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106144/

جمهور
  https://www.jomhornews.com