ناټو تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغان ځواکونو پر مالي ملاتړ بحث کوي

19 سرطان 1397 ساعت 8:09

ټاکل شوې ناټو د افغانستان په اړه غونډه کې له دې هېواد سره د خپلو مرستو ژمنې بیا تازه او پر یو لړ موضوعاتو خبرې اترې وکړي.


ټاکل شوې ناټو د افغانستان په اړه غونډه کې له دې هېواد سره د خپلو مرستو ژمنې بیا تازه او پر یو لړ موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه سازمان یوې سرچینې رسنیو ته ویلي تمه ده، چې د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان په امنیت او ثبات کې خپله ونډه ډېره کړي.

دغه راز یادې سرچینې ټنګار کړی، چې په دې غونډه کې به تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغان ځواکونو پر مالي ملاتړ هم بحثونه وشي.

د غونډې په څنډه کې به له سعودي عربستان سره خبرې کېږي او دغه هېواد به د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته خپل سرتېري استوي.

د غونډې مهمه موضوع د افغانستان سوله ده او ناټو ویلي دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کوي او د ناټو د مشرانو په دغه غونډه کې هم پر دې مسئله بحثونه کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په دې غونډه کې ګډون کوي او د افغانستان استازیتوب ولسمشر غني او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106145

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106145/

جمهور
  https://www.jomhornews.com