۰
ډاکتر یوسف بن العثمین:

د جدې کنفرانس به افغانستان کې د سولې او ثبات لامل شي

سی شنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۱
د اسلامي هېوادونو سازمان عمومي منشي ډاکتر یوسف بن العثمین ویلي په جده کې د یاد سازمان کنفرانس به په افغانستان کې د سولې او ثبات لامل شي.
د جدې کنفرانس به افغانستان کې د سولې او ثبات لامل شي
د اسلامي هېوادونو سازمان عمومي منشي ډاکتر یوسف بن العثمین ویلي په جده کې د یاد سازمان کنفرانس به په افغانستان کې د سولې او ثبات لامل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد سازمان نه خپره شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي بن العثمین له قوله ویل شوي، چې دغه کنفرانس کې به د افغانستان د روانې جګړې د روایت په اړه د اسلام او شریعت له اړخه پراخ بحث وشي.

د یاد سازمان د عمومي منشي ډاکتر یوسف بن العثمین  زیاته کړې«موږ د اسلام او شریعت له نظره پر افغان جګړه خبرې کوو، نو دا کنفرانس به په افغانستان کې د پخلاینې، سولې او ثبات لامل وګرځي.»

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوی، چې په دې کنفرانس کې به په ټوله اسلامي نړۍ په تېره بیا افغانستان کې د افراطیت او تاوتریخوالي په اړه هم خپل دریځ روښانه کړي او ټول هغه اعمال به مردود اعلان کړي، چې د اسلامي اصولو او موازینو خلاف وي.

باید و ویل شي، چې د افغانستان د جګړې د پای او سولې په اړه د سعودي عربستان جده ښار کې د ۳۷ اسلامي هېوادونو د ۱۱۰ دیني عالمانو ګډه غونډه چې مشري یې سعودي عربستان کوي، نن سه شنبې د چنګاښ ۱۹ مه پیل او د دوه ورځو له پاره به دوام وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي