ډاکتر یوسف بن العثمین:

د جدې کنفرانس به افغانستان کې د سولې او ثبات لامل شي

19 سرطان 1397 ساعت 8:21

د اسلامي هېوادونو سازمان عمومي منشي ډاکتر یوسف بن العثمین ویلي په جده کې د یاد سازمان کنفرانس به په افغانستان کې د سولې او ثبات لامل شي.


د اسلامي هېوادونو سازمان عمومي منشي ډاکتر یوسف بن العثمین ویلي په جده کې د یاد سازمان کنفرانس به په افغانستان کې د سولې او ثبات لامل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد سازمان نه خپره شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي بن العثمین له قوله ویل شوي، چې دغه کنفرانس کې به د افغانستان د روانې جګړې د روایت په اړه د اسلام او شریعت له اړخه پراخ بحث وشي.

د یاد سازمان د عمومي منشي ډاکتر یوسف بن العثمین  زیاته کړې«موږ د اسلام او شریعت له نظره پر افغان جګړه خبرې کوو، نو دا کنفرانس به په افغانستان کې د پخلاینې، سولې او ثبات لامل وګرځي.»

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوی، چې په دې کنفرانس کې به په ټوله اسلامي نړۍ په تېره بیا افغانستان کې د افراطیت او تاوتریخوالي په اړه هم خپل دریځ روښانه کړي او ټول هغه اعمال به مردود اعلان کړي، چې د اسلامي اصولو او موازینو خلاف وي.

باید و ویل شي، چې د افغانستان د جګړې د پای او سولې په اړه د سعودي عربستان جده ښار کې د ۳۷ اسلامي هېوادونو د ۱۱۰ دیني عالمانو ګډه غونډه چې مشري یې سعودي عربستان کوي، نن سه شنبې د چنګاښ ۱۹ مه پیل او د دوه ورځو له پاره به دوام وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106146

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106146/

جمهور
  https://www.jomhornews.com