۰

اروزګان کې هم د غیر مسوولو وسله والو پر وړاندې اقدامات پیل شوي

سی شنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۱
د اروزګان امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د غیر مسوولو وسله والو پر وړاندې اقدامات پیل کړي او ټولو دغه ډول کسانو به وسلې په زور واخلي.
اروزګان کې هم د غیر مسوولو وسله والو پر وړاندې اقدامات پیل شوي
د اروزګان امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د غیر مسوولو وسله والو پر وړاندې اقدامات پیل کړي او ټولو دغه ډول کسانو به وسلې په زور واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبرې پرون دوشنبې د چنګاښ ۱۸ مه د اروزګان امنیه قوماندان سمونوال محمد معروف په مرکز ترینکوټ کې خبریالانو ته وکړې.

نوموړي و ویل، چې په تېره یوه اوونۍ کې پولیسو د صالح په نوم له یوه غیر مسوول وسله وال نه لسګونه میله وسلې او دوه رنجر موټر نیولي دي.

هغه زیاته کړې، چې صالح پخوا د ګيزاب ولسوالۍ په پوليسو کې دنده درلوده، خو له تېرو دوو کلونو راهيسې يې سره له دې چې رسمې دنده نه درلوده او د پوليسو له رېنجر او وسلو څخه يې استفاده کوله.

قوماندان دا ونه ویل چې خپله صالح یې هم نیولی که څنګه خو ګواښ یې وکړ، چې  د امنيې قوماندانۍ شاوخوا څلور سوه ميله وسلې اوس هم له نا مسوولو کسانو سره دي او که چېرې يې په خپله خوښه دوى ته تسليم نه کړي په زور به يې ترې واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني په دې وروستیو کې ټولو امنیتي ارګانونو ته د غیر مسؤل وسله والو او قانون ماتوونکو پر وړاندې د جدي اقداماتو امر کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي