۰
طالبان د سعودي کنفرانس په غبرګون کې:

که مو زموږ جګړه ناروا وبلله د امریکا ملګري به یاست!

سی شنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۲
وسله والو طالبانو د سعودي عربستان کې د دیني عالمانو غونډې ته په غبرګون کې ویلي، که په دغه غونده کې د دوی جګړه ناروا وبلل شي، نو دا به یې له امریکا سره د افغانستان په اشغال کې د مرستې په مانا وي.
که مو زموږ جګړه ناروا وبلله د امریکا ملګري به یاست!
وسله والو طالبانو د سعودي عربستان کې د دیني عالمانو غونډې ته په غبرګون کې ویلي، که په دغه غونده کې د دوی جګړه ناروا وبلل شي، نو دا به یې له امریکا سره د افغانستان په اشغال کې د مرستې په مانا وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو نن سه شنبې د چنګاښ ۱۹ مه په یوه خپره کړې اعلامیه کې خپله جګړه جهاد بللی او زیاته کړې یې ده، دا به ډیره ناعادلانه او غیرمنطقي وي چې یو بشپړ ولس چې ویاړمن تاریخ لري، په ترهګرۍ او بغاوت سره مسمی شي، چې په وینا یې هیڅوک د دې حق نه لري او نه هم باید داسې وکړي.

د طالبانو په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي«که بیا هم څوک یوازې د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د ملګرو د خوشالۍ لپاره د دین صریح حکم باطل اعلانوي او د الله تعالی د لارې مجاهد ملت باغي او ترهګر بولي< دغه کار له امریکایي متجاوزینو سره په اشغال کې ملګرتیا او د مستضعفو مسلمانانو پښې وهل دي.»

طالبانو په اعلامیه کې د اسلامي کانفرانس څخه غوښتي، لکه څنګه یې چې د کمونیزم ضد جهاد کې د افغان ولس ملاتړ کړی دغسې باید په دې اوسنۍ غمیزه کې هم دغه ټولنه د افغان ولس تر څنګ ودرېږي.

طالبان پر داسې مهال دغه اعلامیه خپروي، چې نن د سعودي عربستان په جده ښار کې د نړۍ د ۳۷ اسلامي هېوادونو دیني عالمان د افغانستان د جګړې د پای او سولې په اړه خبرې اترې کوي.

ویل کېږي، په دغه غونده کې به په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلل شي او د جګړې له ښکېلو غاړو به وغوښتل، شي، چې سوله وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستاني رسنیو په وینا سعودي عربستان له طالبانو غوښتي، چې نور جګړې ته د پای ټکی کېږدي او سوله وکړي.

د مکې مکرمې امام شیخ عبدالرحمن السدیس هم له یوې غربي ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي، چې نور باید په افغانستان کې روانه جګړه او افراطیت پای ته ورسول شي.

دغه راز ویل کېږي په هغه بلنلیک کې چې د اسلامي هېوادنونو سازمان د مشر ډاکتر یوسف بن العثمین په لاسلیک د اسلامي هېوادونو علماو ته د سعودي په کنفرانس کې د ګډون په موخه لېږل شوی په واضح ټکو په کې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او جګړه مارې ډلې ترهګرې بلل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي