د امریکا دفاع وزیر جنرال جیمز متس د افغانستان د سولې په برخه کې د سعودي عربستان د هڅو ستاینه او هرکلی کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې متیس ویلي سعودي عربستان د افغانستان په سوله کې مهم رول لري او د دغه هېواد هڅې د ستاینې وړ دي.
د هغه په وینا د سعودي پادشا د ولسمشر غني له خوا د اوربند هرکلی، له طالبانو د اروبند د غځولو غوښتنه کړې او دغه راز د مکې مکرمې امام هم د سولې غوښتونکی شو.
د امریکا دفاع وزیر متیس زیاته کړې، چې دا ټولې هغه هڅې دي، چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره مهمې ګڼل کېږي.
نوموړي ټینګار کړیو چې د ترهګرۍ، افراطیت د ختمولو او سولې راوستلو لپاره د سعودي عربستان هڅې مهمې دي او امریکا د قدر په سترګه ورته ګوري.
د امریکا دفاع وزیر په جده کې د اسلامي علماوو د جوړېدونکي کنفرانس پایلو ته هم هیله مندي ښودلې ده او هغه یې مهم ګام ګڼلی دی.
باید و ویل شي، چې په جده کې د نړۍ د ۳۷ اسلامي هېوادونو تر سلو زیات دیني عالمان نن د افغانستان د سولې او جګړې د پای ته رسولو په اړه غونده پیلوي، چې سبا به هم دوام ولري.
ویل کېږي چې په دغه غونډه کې به افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلل شي او د جګړې له ښکېلو غاړو به د سولې غوښتنه وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل