ننګرهار کې ځانمرګي برید ۱۰ کسه و وژل

19 سرطان 1397 ساعت 11:47

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوه ځانمرګي برید له امله یې ۱۵تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې د ملي امنیت منسوبین هم په کې دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوه ځانمرګي برید له امله یې ۱۵تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې د ملي امنیت منسوبین هم په کې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن سه شنبې د چنګاښ ۱۹ مه څه کم لس بجې د جلال آباد ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، برید د ګډو ځواکونو د پلټې پر یوه پوسته شوی، چې له امله یې ۱۰ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په وژل شویو کسانو کې دوه تنه  ملي امنیت کارکوونکي دی او دغه راز ځینو موټرو اور اخیستی دی.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په هلمند او غور ولایتونو کې دوه ځانمرګي بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا هدف ته تر رسېدو وړاندې نیول شوي وو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 106163

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106163/

جمهور
  https://www.jomhornews.com