غزني کې د نښتې پر مهال د خوګیاڼو امنیه قوماندان او ۳۳ طالبان وژل شوي

19 سرطان 1397 ساعت 11:54

سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې دواړو لورو ۶۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېری یې طالبان دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې دواړو لورو ۶۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېری یې طالبان دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند عارف نوري ویلي طالبانو تېره شپه (دوشنبې د چنګاښ ۱۸ م) د غزني ولایت په خوګیاڼو، اندړ، قرباغ، مقر او مرکز کې پر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه پیل کړل.

نوموړي زیاته کړه، چې په خوګیاڼو کې د طالبانو د برید پر مهال د دغه ولسوالۍ امنیه قوماندان څارمن سیداحمد او څلور سرتېري وژل شوي او څلور سرتېري ټپیان شوي دي.

خو په وینا یې په دې ټولو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو د سخت مقاومت په نتیجه کې د وسله والو طالبانو ټول بریدونه پر شاه تمبول شوی دی.

د غزني د والي ویاند زیاتوي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې ۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۴ نور یې ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 106165

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106165/

جمهور
  https://www.jomhornews.com