سعودي عربستان کې د دیني عالمانو غونډه کې افغان دیني عالمانو د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزيز او حکومت نه یې غوښتي، چې طالبان د سولې د خبرو له پاره حرمينو شریفینو ته وروغواړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د سعودي عربستان په جده کې د افغان جګړې او سولې په اړه د نړۍ د ۳۷ دیني عالمانو تر منځ غونده نن سه شنبې د چنګاښ ۱۹ مه پیل شوه.
په دغه غونده کې د بېلابېلو اسلامي هېوادونو کابو ۱۳۷ وتلي دیني عالمانو ګډون کړی او موخه یې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول او سوله ده.
غونډې ته افغان دیني عالمان هم ورغلي او په غونډه کې یې د سعودي عربستان له حکومت او په ځانګړي ډول له پاچا سلمان بن عبدالعزيز غوښتي، چې سولې د مذاکراتو له پاره دې طالب مشران حرمينو شریفینو ته وروغواړي.
دغه راز افغان دیني عالمانو په خپلو خبرو کې و ویل، چې دا کنفرانس باید په افغانستان کې له ښکېلو غاړو د جګړې درولو غوښتنه وکړه، څو د سوې خبرو ته زمینه برابره شي.
دوی د سولې د خبرو اترو له پاره له یاد کنفرنس نه دا غوښتنه هم کړې، چې د دغه کنفرانس د ګډونوالو څخه یې یو پلاوی وټاکل شي او هغه دې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د مخامخ خبرو منځګړیتوب وکړي.
همدارنګه افغان دیني عالمانو د کنفرانس له ګډون کوونکو هیله وکړه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د افغانستان د علماوو د پرېکړو او اقداماتو هرکلی او پوره ملاتړ وکړي.
باید و ویل شي، چې په سعودي عربستان کې د افغان جګړې د پای او سولې په اړه دغه کنفرانس به سبا هم دوام ولري او تمه ده، چې د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل