جنرال دوستم، محمد محقق او عطامحمد نور، ناټو ته یو سرخلاصی لیک لېږلی

19 سرطان 1397 ساعت 15:58

د افغانستان د ژغونې ایتلاف مشرانو جنرال عبدالرشید دوستم، محمد محقق او عطا محمد نور د ولسمشر غني د وروستیو کړنو او افغانستان د وضعیت په اړه د ناټو غړو هېوادونو سرمشریزه غونډې ته یو پرانستی لیک لېږلی دی.


د افغانستان د ژغونې ایتلاف مشرانو جنرال عبدالرشید دوستم، محمد محقق او عطا محمد نور د ولسمشر غني د وروستیو کړنو او افغانستان د وضعیت په اړه د ناټو غړو هېوادونو سرمشریزه غونډې ته یو پرانستی لیک لېږلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه لیک کې د ولسمشر غني پر کړنو سخته نیوکه شوې او هغه یې په قومپالنه تورن کړی دی.

په دغه لیک کې ویل شوي، چې ښاغلي غني په دې وروستیو کې ګڼ کسان د اصلاحاتو په نامه په بیلابیلو ډولونو پر فساد، قانون ماتونه او نورو تورونو تورن کړي او دوسیې یې ورته جوړې کړې دي.

په دې لیک کې ویل شوي یاد ایتلاف د نړیوالو له مرستو د مننې تر څنګ ویره لري، چې هسې نه د نړیوالې ټولنې لاسته راوړنې له اصلاحاتو او د قانون له حاکمیت نه په ناوړه ګټه اخیستنې پر اوبو لاهو شي.

دوی وړاندې لیکلي، چې ولسمشر غني هڅه کوي د قومپالنې په پایله کې یو ځل بیا افغانستان تېرو ترخو تجربو ته ستون کړي.

د افغانستان ژغورنې په نوم ایتلاف په لیک کې راغلي، چې په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی او دا وضعیت د سیمې او نړۍ پر امنیت هم خپل ښکاره اغیز لري.

د جنرال دوستم، محقق، او نور په لاسلیک شوي لیک کې لیکل شوي، چې ولسمشر هڅه کوي ترهګرو ته دا زمینه مساعده کړي چې د هېواد په ټولو برخو کې خپل نفوذ ولري.

دوی ویلي، د یاد ایتلاف غړي چې په افغانستان کې يې د طالبانو د رژیم په له منځه وړلو او د ډموکراټیک نظام په رامنځته کولو کې له نړیوالې ټولنې سره ښکاره مرسته کړې په بروکسل ناسته کې ګډون کوونکو هېوادونو نه هیله لري، چې په دې برخه کې افغانستان ته جدي پاملرنه وکړي.

په دې لیک کې زیاته شوې، چې ولسمشر او پر هغه راټوله قومپاله کړۍ، ستاسې د هېوادوالو د مالیاتو او ستاسې پر سیاسي ملاتړ زموږ د هېوادوالو پر وړاندې هر نوع جرمونه تر سره کوي او دا کار به د وخت په تېرېدو بدې پایلې ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106180

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106180/

جمهور
  https://www.jomhornews.com