د برېتانیا لومړۍ وزیرې ترزا می د ناټو له سرمشریزه غوندې وړاندې اعلان وکړ، چې هېواد یې په پام کې لري ۴۴۰ نور اضافي سرتېري افغانستان ته ولېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړې پرون سه شنبې غوندې و ویل، هېواد یې د ناټو دې غوښتنې ته چمتو دی، چې افغانستان ته نور سرتېري ولېږي.
د هغې په وینا دوی دغه سرتېري افغانستان ته د افغان ځواکونو سره د همکارۍ، مشورې او روزنې په موخه لېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ناټو تړون د پخوا په شان اوس هم حیاتي دی او د برېتانیا ژمنې به ورسره ثابتې پاتې وي.
باید و ویل شي، چې د ۴۴۰ نور برېتانوي سرتېرو په اضافه کولو سره به افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو شمېر ۱۱۰۰ تنو ته ورسېږي.
ویل کېږي د نویو اضافي سرتېرو نېږدي نیمايي به یې تر اګست میاشت پورې افغانستان ته ولېږل شي او ټول هغه به یې د ۲۰۱۹ تر فبرورۍ میاشتې پورې راشي.
جمهورخبري آژانس:کابل