ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی:

ځینې هېوادونه په دیني مدرسو کې ځانمرګي بریدګر روزي

20 سرطان 1397 ساعت 9:31

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی محمود صیقل وايي، په سیمه کې ځینې هېوادونه په خپلو دیني مدرسو کې ځانمرګي بریدګر روزي.


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی محمود صیقل وايي، په سیمه کې ځینې هېوادونه په خپلو دیني مدرسو کې ځانمرګي بریدګر روزي.

د جمهور آژنس د خبر له مخې ښاغلي صیقل دغه څرګندونې پرون سه شنبې د چنګاښ ۱۹ مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د سیمې دغه هېوادونه ځوانان او ماشومان مدرسو ته د دیني زده کړو په پلمه بیايي خو هلته یې ذهنیت اړوي او ځانمرګو بریدونو ته یې چمتو کوي.

نوموړي د کوم ځانګړي هېواد نوم وانخست خو زیاته یې کړه، چې دغه ډول هېوادونه غواړي د دې ځانمرګو پر مټ خپلې شومې موخې تر لاسه کړي.

په ورته وخت په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې نېکي هیلي هم ویلي، چې د افغانستان د جګړې ډېر زیان ځوانانو او ماشومانو ته اوښتی دی.

د هغې په وینا افغانستان کې باید پر پوهنه او زده کړې ډېر تمرکز وشي، څو په دې توګه ځوانان او ماشومان د ترهګرو له منګولو وژغورل شي او د خپلې راتلونکې له پاره سالم افغان له ځان سره ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 


د مطلب کود: 106194

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106194/

جمهور
  https://www.jomhornews.com