روسیې، چین، ایران او پاکستان ګډه استخباراتي غونده کړې ده

20 سرطان 1397 ساعت 9:45

د روسیې، چین، ایران او پاکستان لوړ پوړو استخباراتي چارواکو د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې غونده کړې ده.


د روسیې، چین، ایران او پاکستان لوړ پوړو استخباراتي چارواکو د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې غونده کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې روسي رسنیو ویلي، د دغه غونډې موخه له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د داعش د وسله والو د ورتګ د مخنیوي له پاره په ګډه سلا، مشورې کول او اقدامات و.

د روسیې خبري آژانس انټرفاکس د دغه هېواد د بهرنیو استخباراتو د ادارې د ویاند سرګي ایوانوف له قوله ویلي، دغه غونده پرون سه شنبې د چنګاښ ۱۹ مه اسلام آباد کې جوړه شوې وه، چې په کې د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر سرګي نارشکین هم ګډون درولود.

ایوانوف زیاته کړې، د اسلام‎اباد د غونډې د برخه ‎والو تر منځ په ‎دې اړه یو تفاهم شته چې د داعش د هغو وسله‎ والو د مخنیوي لپاره دې هماهنګ اقدامات وشي چې غواړي په افغانستان کې ځای ونیسي او د ګاونډیو هېوادونو امنیت وګواښي.

د هغه په وینا د اسلام‎اباد په ‎دې غونډه کې د افغانستان د کړکېچ په هواري کې د سیمه ‎ییزو ځواکونو د برخې اخېستو په اړتیا هم ټینګار وشو.

دا غونده پر داسې مهال شوې، چې هلته د بلجیم پلازمېنه بروکسیل کې د ناټو مشرانو هم د افغانستان په اړه غونډه کړې، چې نن به هم دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106195

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106195/

جمهور
  https://www.jomhornews.com