سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د پوهنې پر ښاري مدیریت د ډلیز وسله وال برید مرګ ژوبله ۱۲ تنو ته رسېدلې او لا هم جګړه روانه ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې د پوهنې ریاست په ښاري مدیریت نن چهارشبنې د چنګاښ ۲۰ مه سهار شاخوا ۹:۳۰ بجې وسله والو برید وکړ.
ویل کېږي برید کوونکو لومړی د یاد مدیریت یو ساتونکی په ډوز وژلی او تر هغې وروسته چاودنې شوې او وسله وال دغه مدیریت ته د ننه شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د پېښې له ځای څه تر اوسه دوه جسدونه او د یوه ماشومان په ګډون ۷ ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او مدیریت ته څېرمه یې یوه ودانۍ له وسله والو پاکه کړې او د نورو د لمنځه وړلو له پاره هم عملیات روان دي.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې وسله وال برید کوونکي څو کسانو و خو عیني شاهدانو ویلي بریدګرو د سرحدي ځواکونو له درېشۍ په ګټې اخیستنې په دغه مدیریت برید کړی دی.
بل خوا د ننګرهار د عامې روغتیا چارواکي وايي، د برید له ځایه دوی ته تر اوسه ۲ جسدونه او ۹ تنه ټپیان وروړل شوي دي، چې درملنه یې روانه ده.
تر اوسه د برید مسؤولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم د ننګرهار مرکز کې پلي ځانمرګي ۱۲ تنه و وژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.
جمهورخبري آژانس:کابل