هند او جنوبي کوریا په افغانستان کې ځینې پروژې پیلوي

20 سرطان 1397 ساعت 10:24

هندي رسنۍ وايي، هند او جنوبي کوریا په پام کې لري، چې افغانستان کې ځینې ګډې ټولګتې پروژې پیل او د دغه هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.


هندي رسنۍ وايي، هند او جنوبي کوریا په پام کې لري، چې افغانستان کې ځینې ګډې ټولګتې پروژې پیل او د دغه هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هندي رسنۍ زیاتوي، چې په دې اړه خبرې اترې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي او د جنوبي کوریا د ولسمشر مون جائه-این تر منځ شوې دي.

هندي رسنیو زیاته کړې، ښاغلي مودي له ښاغلي این سره خبرو کې ویلي، چې هند او جنوبي کوریا په نړیواله سوله او ثبات کې به برخه اخلي او د یو بل په همکارۍ به د نړیوالې سولې لپاره زمینه برابروي.

دغه راز دوی ویلي دواړه هېوادونه به په افغانستان کې ګډې پروژې پيلوي او د دغه هېواد په پرمختګ کې به ونډه اخلي.

هند ویلي چې افغانستان، هند او جنوبي کوریا کولی شي په ګډ کار اقتصادي پرمختګ او په سیمه کې سولې ته زمینه برابره کړي.

باید و ویل شي، چې هند تر دې وړاندې هم له چین سره دې هوکړې ته رسېدلی چې په افغانستان کې به ګډې پروژې پیلوي او دلته روانه بې ثباتي به د همکاریو او مرستو پر مټ له منځه وړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 106199

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106199/

جمهور
  https://www.jomhornews.com