سپینې ماڼۍ د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې بیا ارزول رد کړل

20 سرطان 1397 ساعت 10:42

سپینې ماڼۍ هغه راپورونه ناسم و بلل چې ویل کېږي امریکا د افغانستان په اړه پر خپله تګلاره له سره کتنه کوي او ارزوي یې.


سپینې ماڼۍ هغه راپورونه ناسم و بلل چې ویل کېږي امریکا د افغانستان په اړه پر خپله تګلاره له سره کتنه کوي او ارزوي یې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رویټر د یوه امریکايي چارواکي له قوله خبر ورکړی و، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د خپلې تګلارې د یو کال په تېرېدو مایوسه شوی او ښايي دغه تګلاره بیا و ارزوي.

خو د امریکا په ملی امنیت شورا کې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په دې اړه خپاره شوې راپورونه ناسم او له حقیقت څخه لرې دي.

دغه سرچینې زیاته کړې، امریکا خپله تګلاره عملي کړه ده، چې په وینا یې بریالی ده، چې پر وسله والو فشارونه او بریدونه ډېر شوي دي.

د امنیت شورا دغه چارواکي ویلي چې په تګلاره کې به تغیرات د اغېزمنتیا لپاره راوستل کېږي خو پر ټوله تګلاره له سره کتنه نه کېږي او په دې اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي.

ټاس لیکي، چې سپینه ماڼۍ دغه تګلاره لا تر اوسه ازمویښتي بولي خو هڅه کوي د پیاوړتیا لپاره یې د متحدو هېوادونو ملاتړ او همکاري جذب کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106203

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106203/

جمهور
  https://www.jomhornews.com