فراه کې واده ته روان کسان ماین چاودنې وژلي دي

20 سرطان 1397 ساعت 11:13

سیمه ییز چارواکي وایي، فراه ولایت کې پر ولسي وګړو د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وایي، فراه ولایت کې پر ولسي وګړو د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د چنګاښ ۲۰ مه د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري د پېښې د پخلي تر څنګ و ویل یو شمېر کسان په خپله سیمه کې واده ته روان و، چې د سړک د غاړې چاودنه پرې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه دوه نارینه او دوه ښځې وژل شوې او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه چا د دغه چاودنې مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 


د مطلب کود: 106207

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106207/

جمهور
  https://www.jomhornews.com