د سعودي پاچا:

افغانان له کلونو راهیسې تکلیفونو کې دي نور باید د جګړې په اور کې ونه سوځي

20 سرطان 1397 ساعت 13:51

د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز وايي افغانان له کلونو راهیسې په تکلیفونو کې دي او نور نباید په اور کې وسوځي.


د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز وايي افغانان له کلونو راهیسې په تکلیفونو کې دي او نور نباید په اور کې وسوځي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پاچا سلمان دغه څرګندونې د سعودي په جده ښار کې د افغان سولې او جګړې په تړاو د دیني عالمانو نړیوال کنفرانس ته د وینا پرمهال کړې دي.

د سعودي پاچا ویلي، چې افغان له ډېرې مودرې راهیسې د جګړې په اور کې سوځي او نور باید دې حالت ته د پای ټکی کېښودل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې ټولې ښکېلې غاړې او مخالفې ډېر باید خپلو موخو ته د رسېدو لار خبرې اترې غوره کړي او روان وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.

ښاغلي سلمان ټینګار کړی، چې سعودي عربستان د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې او خبرو اترو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جدي په کنفرانس کې د مکې مکرمې امام صالح بن عبدالله بن حمید هم د افغانستان روانه جګړه فتنه وبلله او له ښکېلو غاړو یې وغوښتل، چې د سولې لار خپله کړي.

نوموړي هم ټینګار کړی و، چې افغانان له کلونو راهیسې د جګړې په اور کې سوځي، چې دغه حالت نور د زغم وړ نه دی او اسلامي علما باید د دغه ناورین په پای ته رسولو کې خپلې هڅې وکړي.

د کعبې شریفې امام په خپلو خبرو کې و ویل« امن او ایمان دوه تړلي ټکي لري، چې یو یې نه وي، بل نه شي راتللی، هغه دا دي چې چیرته مؤمن وي هلته باید امن وي.»

ښاغلي صالح بن عبدالله بن حمید و ویل، چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په وینا هغه څوک چې سوله غواړي کامل مسلمان او هغه څوک چې سوله نه غواړي، هغوی د شیطان لار تعقیبوي.

باید و ویل شي، چې د افغانستان د جګړې او سولې په تړاو د اسلامي نړۍ د ۳۷ هېوادونو تر سلو زیاتو دیني عالمانو نن جده کې غونډه پیل کړه، چې نن هم دوام ولري.

دغه غوندې ته د افغانستان دیني عالمان هم ورغلي او په خپلو خبرو کې یې د سعودي عربستان له حکومت او په ځانګړې توګه د سعودي عربستان له پاچا غوښتي، چې طالبان د سولې د خبرو له پاره حرمینو شریفینو ته ور وغواړي.

همدارنګه افغان دیني عالمانو دا غوښتنه هم کړې، چې د دغه کنفرانس نه دې یو پلاوی وټاکل شي تر څو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو منځګړیتوب وکړي.

طالبانو بیا دغه غونډې ته په غبرګون کې ویلي، که د کنفرانس ګډوانوال عالمان د دوی روانه جګړه ناروا وبولي، نو دا به له امریکا سره د هغوی د مرستې په مانا وي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 106213

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106213/

جمهور
  https://www.jomhornews.com