افغانستان کې د جګړې د نارواتوب په اړه د اسلامي هېوادونو کنفرانس د کډې برېکړې متن

21 سرطان 1397 ساعت 8:59

د افغانستان دولت یو اسلامي دولت دی، خلک يې مسلمانان دي، وژل یې ناروا دي د سولې او امنيت تږي دي


د دې کانفراس ګډونوالو خپل پريکړه ليک په لاندې توګه صادر کړی دی:

۱- د افغانستان دولت یو اسلامي دولت دی، خلک يې مسلمانان دي، وژل یې ناروا دي د سولې او امنيت تږي دي. دمسلمان وينه تويول حرام دي او هغه څه چې افغانستان کې روان دي او هره ورځ بيګناه انسانان پکې وژل کيږي د اسلام د اصولو او اساساتو سره په مخالفت کې دي همدارنګه دغه کړنې د اسلامي ټولنې د يو والي او خونديتوب خلاف عمل دي. موږ په دې برخه کې له هيوادونو ، سازمانونو او فکري مسلمان قشر څخه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې د امن او سولې په برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي ، خپل ټول امکاناتو او نفوذ په کار واچوي څو دغه سپيڅلي هدف ته ورسيږو او د الله جل جلاله او د الله د رسول صلی الله علیه وسلم د ارادې سره سم په اسلامي هيوادونو کې باعزته ژوند ته لاره هواره کړو .

۲- د قران کريم او نبوي احاديثو پر بنسټ اسلام د امن او رحمت دين دی ، او مومنان په خپلو منځو کې په مينه او محبت مامور دي، د، مسلمانانو وينه تويدنه ، مال او ناموس ته نږدې کيدل حرام دي ، موږ تاکيد کوو ، چې انتحاري بريدونه چې په پآيله کې يي بې ګناه خلک په نښه کيږي ، همدا رنګه د مسلمانانو ترمنځ خپلمنځي جګړې الله جل جلاله او د الله رسول صلی الله علیه وسلم په قطعي ثبوتونو او دلايلو سره حرامې ګرځولي دي ، الله جل جلاله فرمايي ﴿وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا﴾ (سورة النساء آيت ۹۳).

ژباړه: او هر څوک چې بل مؤمن په قصد سره ووژني، نو د هغه سزا دوزخ دی چې په هغه کې به د تل لپاره استوګڼ وي، پر هغه د اللَّه غضب او لعنت دی او اللَّه د هغه لپاره لوی عذاب تيار کړيدی.

په همدې اساس موږ په افغانستان کې روانه جګړه غندو او له ټولو ښکيلو خواو غوښتنه کوو ، چې د الله جل جلاله امر ته غاړه کيږي ، جګړه دې ودروي ، د خپلو ورونو ترمنځ دې سوله وکړي او د فتنه د غه بل شوی اور دې مړ کړي. په همدې اساس موږ پر افغان حکومت او طالبانو پر تحريک غږ کوو چې اوربند ته غاړه کيږدي او مخامخ خبرو ته کيڼي.

۳- د جګړه کوونکو مسلمانانو ترمنځ سوله کول تر ټولو ستر او نیک کار دی او الله جل جلاله ته د دنږدې کيدو تر ټولو مهمه وسيله ده ، ځکه وينه تویونه له کبيره ګناهونو څخه ده ، چې په پايله کې د مسلمانانو ترمنځ نفاق رامنځ ته کيږي، د مسلمانانو د صفوفو د ړنګيدو او د اسلامي امت د کمزوري کيدو او ټوټه کيدو ويره زياته وي ، موږ له مسلمانانو په عامه او له علماء په خاصه توګه غوښتنه کوو ، چې د اسلامي امت د وحدت او دين د ساتنې لپاره د تشدد او ترهګرۍ ته د دعوت کوونکو پر وړاندې په کلکه ودريږي.

۴- بین الافغاني خبرې اترې تر ټولو غوره لار ده چې د افغان حکومت او طالبانو د تحريک ترمنځ شته کشاله هواره کړي، د مسلمان افغانستان اوسنۍ قضيه بايد د تفاهم او مخامخ سوله ييزو خبرو اترو له لارې حل شي ، موږ په دې برخه کې د سولې د برياليتوب لپاره دافغانستان دعلماو ورستيو هڅو درناوی او ملاتړ کوي ، همدا رنګه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس جلالتماب محمد اشرف غني دهغه وړانديز تائيد کوو ، چې د طالبانو تحريک ته يي پکې له قيد او شرط پرته د سولې د مخامخ خبرو بلنه ورکړې ، همدارنګه د دې وړاندېر پر بنسټ د طالبانو تحریک د يو سياسي ګوند په توګه عمل کولی شي . موږ له طالبانو غواړو چې د افغانستان اسلامي حکومت دغه وړانديز ته مثبت ځواب ووايي او هيله کوو چې نور له تاو تريخوالي لاس واخلي او جګړه ودروي او د خبرو اترو ميز ته حاضر شي. موږ تاکيد کوو ، هغه څه چې د اسلامي فهقې د ټولنې چې د اسلامي همکاريو د سازمان په اډانه کې کار کوي د (204-195) تاريخ (15-19محرم 1435هـ) يو ويشتمې ناستې د قرار په څلورمه ماده کې پر دې تاکيد شوي چې د 182(19/8) د قرار پر بنسټ سياسي اختلافات او سياسي کشمکشونه باید د خبرو اترو له لارې حل او فصل شي ، د حکومت ، ولس او مختلفو ګوندونو ترمنځ اړيکې بايد له تشدد ، وسلې کارونې څخه لرې وي همدارنګه له تعصب ، توکم پالنې او حزبې ګټې ته پر ملي ګټو ترجيح ورکولو څخه بايد ډډه وشي.

۵- موږ د سعودي عربستان او خادم الحرمين الشريفين ملک سلمان بن عبد العزیز ال سعود او د هغه ولیعهد امیر محمد بن سلمان چې په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو ترمنځ د قضایاو د حل لپاره هڅې کوي او دغه راز د کوربه توب او ځآنګړې پاملرنې او ټولو هڅو مننه کوو چې د دې کانفرانس د جوړيدو کې په برخه کې يي ترسره کړي موږ د خادم الحرمين الشريفين د هغه بيان ملاتړ کوو ، چې د اختر په ورځو کې يې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند هرکلی کړی وو او د دې اوربند د تمديد غوښتنه يې هم کړې وه ، موږ د سعودي عربستان د ټولو هڅو او عالي دريځ څخه ، چې په افغانستان کې د وينې تويدنې ، بيګناه انسانانو د ژوند د خونديتوب او د سولې خبرو اترو ته د فرصتونو د رامنځ ته کولو د هڅو او ټول هغه څه چې په دې هيواد کې دسولې او استقرار لامل کيږي درناوی کوو.

۶- موږ د اسلامي هيوادونو د همکارۍ د سازمان ټولو هڅو ته د قدر په سترګه ګورو چې د دې کنفرانس په ترسره کولو کې يي کړي دي موږ مننه کوو او هيله کوو چې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان د افغانستان په اسلامي جمهوريت کې د سولې د رواستو لپاره خپل رغنده رول ته دوام ورکړي.

۷- موږ د اسلامي همکاریو د سازمان له سرمنشي څخه غوښتنه کوو چې د خادم الحرمین الشریفین ملک سلمان بن عبدالعزیز، جلالمتأب ولیعهد محمد بن سلمان د سعودي حکومت او خلکو ته د دې کنفرانس د ښه کوربه توب او سخاوتمندانه میلمه پالنې، عالي مدیریت او په افغانستان کې د سولې او ملي پخلاینې له امله رسمي مننه اوستاینه ورولېږي.

والله ولی التوفیق و هو الهادی الی سواء السبیل

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 106234

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106234/

جمهور
  https://www.jomhornews.com