ناټو:

افغانستان کې باید روان ناورین ختم شی، ګاونډیان دې په سوله کې مرسته وکړي

21 سرطان 1397 ساعت 9:11

د ناټو سازمان وايي، د دې وخت راغلی، چې په افغانستان کې روان ناورین ته د پای ټکی کېښودل شي او دغه هېواد ګاونډیان دې د افغان سولې په برخه کې مرسته وکړي.


د ناټو سازمان وايي، د دې وخت راغلی، چې په افغانستان کې روان ناورین ته د پای ټکی کېښودل شي او دغه هېواد ګاونډیان دې د افغان سولې په برخه کې مرسته وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ناټو په سرمشریزه غونډه کې د دغه سازمان له افغان حکومت سره یو ځل بیا خپلې ژمنې تازه کړې او د افغان سولې له بهیر او افغان حکومت نه یې کلک ملاتړ څرګند کړی دی.

د ناټو په خبرپانه کې ویل شوی، چې دغه سازمان د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او له افغان حکومته به خپل ملاتړ ته تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې ادامه ورکوي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، افغانستان له کلونو راهیسې د افراطیت او ترهګرۍ ښکار دی او ددې وخت دی چې دغه ناورین ته د پای ټکی کېښودل شي.

دوی په دغه اعلامیه کې د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی او ترې غوښتي یې دي، چې د افغانستان د سولې په برخه کې ونډه واخلي او مرسته وکړي.

ناټو به خپل خبرپاڼه کې د افغانستان د اصلاحاتو له طرحې په ټینګار سره ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې ناټو په دې برخه کې همکاریو ته چمتو ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106235

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106235/

جمهور
  https://www.jomhornews.com