د طالبانو جلا شوې ملا رسول ډلې له سعودي عربستان څخه مننه کړې، چې د علماوو د کنفرانس کوربه توب یې وکړ، خو وايي، علما باید له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه هم غږ پورته کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ډلې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې د افغانانو تر منځ پر بین الفغاني مذاکراتو ټینګار شوی دی.
که څه هم په اعلامیه کې د سعودي حکومت او پاچا څخه د اسلامي هېوادونو د علماوو کوربتوب په پار مننه شوې خو وايي، دا ډول غونډې پخوا په نورو هېوادونو کې هم شوې، خو کومه رغنده پایله یې نه ده لرلې.
دوی پر د افغانانو ترمنځ پر بین الافغاني خبرواترو او مذاکراتو ټینګار کړی، خو پر بهرنیانو یې نیوکه کړې، چې بین الافغاني مذاکراتو سره همکاري نه کوي.
د ملا رسول ډلې له علماوو غوښتي چې ټولې پرېکړې د شریعت په رڼا کې ترسره کړي او دغه راز له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره هم غږ پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملا هیبت الله اخوند په مشرۍ د طالبانو ډلې بیا د سعودي کنفرانس ته په غبرګون کې ویلي، چې د علماو له خوا د دوی د جګړې ناروا بلل د امریکا د مرستې په مانا ده.
طالبانو ویلي، په دې کنفرانس کې کوم مشهور اسلامي علما نه و راټول شوي او په وینا یې دا یو څو خرڅ شوي کسان و، چې فتوا به یې د دوی پر جګړه اغیز ونه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل