سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې پر مهال په هوايي بریدونو کې لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه جګړه تېره شپه(پنشنبې شپه د چنګاښ ۲۱مه) د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ د سپرې او بر مچلغو په سیمو کې رامنځ ته شوې ده.
د پکتیا ولایت ځینې حکومتي سرچینې وايي، وسله والو طالبانو په یاده سیمه کې د مچلغو پر بند بریدونه کړي او د هغو د وسایلو د لېږدولو په حال کې و، چې هوايي برید پرې وشو.
خو د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې پر بند برید نه دی شوی خو په همدې سیمه بر مچلغو او سپرې سیمو کې طالبانو پر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه کړي وو.
نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو د شپې ۱۲ بجې په یاده سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.
د هغه په وینا د طالبانو په برید کې ۴ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي، خو پر همدې مهال هوايي ځواکونو په دواړو سیمو کې طالبان په نښه کړي دي.
عبدالله حسرت زیاتوي، چې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د لوړ پوړو قوماندانانو په ګډون ۵۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د پکتیا د والي ویاند دا هم و ویل، چې له هوايي برید وروسته طالبان د خلکو په کورونو کې پټه شوي او له ولسي وګړو د سپر په توګه کار اخلي، خو په وینا یې اوس هم په سیمه کې د افغان ځواکونو له خوا چاڼیز عملیات روان دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:پکتیا