پکتیا کې د جګړې پر مهال ۵۵ طالبان او ۴ امنیتي سرتېري وژل شوي

21 سرطان 1397 ساعت 10:35

سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې پر مهال په هوايي بریدونو کې لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې پر مهال په هوايي بریدونو کې لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه جګړه تېره شپه(پنشنبې شپه د چنګاښ ۲۱مه) د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ د سپرې او بر مچلغو په سیمو کې رامنځ ته شوې ده.

د پکتیا ولایت ځینې حکومتي سرچینې وايي، وسله والو طالبانو په یاده سیمه کې د مچلغو پر بند بریدونه کړي او د هغو د وسایلو د لېږدولو په حال کې و، چې هوايي برید پرې وشو.

خو د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې پر بند برید نه دی شوی خو په همدې سیمه بر مچلغو او سپرې سیمو کې طالبانو پر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه کړي وو.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو د شپې ۱۲ بجې په یاده سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

د هغه په وینا د طالبانو په برید کې ۴ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي، خو پر همدې مهال هوايي ځواکونو په دواړو سیمو کې طالبان په نښه کړي دي.

عبدالله حسرت زیاتوي، چې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د لوړ پوړو قوماندانانو په ګډون ۵۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د پکتیا د والي ویاند دا هم و ویل، چې له هوايي برید وروسته طالبان د خلکو په کورونو کې پټه شوي او له ولسي وګړو د سپر په توګه کار اخلي، خو په وینا یې اوس هم په سیمه کې د افغان ځواکونو له خوا چاڼیز عملیات روان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
 


د مطلب کود: 106243

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106243/

جمهور
  https://www.jomhornews.com