بغلان کې د طالبانو یوه ډله د سولې پروسې سره یو ځای شوې

21 سرطان 1397 ساعت 10:48

بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو یوه ۱۱ کسیزه ډله له جګړې لاس په سر او د سولې له پروسې سره یو ځای شوې ده.


بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو یوه ۱۱ کسیزه ډله له جګړې لاس په سر او د سولې له پروسې سره یو ځای شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ډله وسله وال د یوه سرګروپ په ګډون پرون د سولې له پروسې سره یو ځای شوي، چې په اړه یې یوه غونده هم جوړه شوې وه.

غوندې کې د بغلان والي عبدالحی نعمتي پر نورو وسله والو طالبانو هم غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي، ځکه په وینا یې په افغانستان کې جګړه داسې ډول روانه دهو چې پای نه لري.

دغه راز د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین هم و ویل، چې ځینې کسان د پردیو په لسمون جګړه کوي او په خبره یې که مسلمانان خپلو کې جګړه ونه کړي لا به پیاوړي شي.

یادې غونډې ته د طالبانو د ۱۱ کسیزه ډلې سرګروپ ملا نجم الدین ویلي له دولت څخه د ځینو سیمه ییزه اختلافونو له امله لرې و، خو اوس یې د بغلان د ملي امنیت په څو له دولت سره یو ځای شول.

باید و ویل شي بغلان کې دغه وسله وال پر داسې مهال د سولې له پروسې سره یو ځای کېږي، چې د سیمه ییزه خلکو په وینا د اختر په شپو کې د حکومت او طالبانو تر منځ اوربند پر طالب وسله والو زیات اثر کړی او ګڼو یې له جګړې لاس اخستی او یا هم جګړې ته زړه نه ښه کوي.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 
 
 


د مطلب کود: 106246

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106246/

جمهور
  https://www.jomhornews.com