فراه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته نښته شوې، چې د چارواکو په وینا دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نښته تېره شپه (پنشنبې شپه د چنګاښ ۲۱مه) د فراه ښار پنځمې امنیتي ساحه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې طالبانو پر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه پیل کړل.
د فراه د ولایتي شورا غړې شهلا ابوبکر وایي، د طالبانو په برید کې ۱۰ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور طالبانو برمته کړي دي.
د فراه د والي ویاند ناصر مهري هم د فراه مرکز د پنځمې امنیتي حوزې په رج کلي کې پر امنیتي پوستو د برید پخلی کوي خو وايي طالبان په شاه تمبول شوي دي.
نوموړي ویلي، چې د طالبانو به برید کې څلور پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي، خو زیاتوي چې په جګړه کې ۵ طالبان هم وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د جګړې پخلی او په کې د ۱۰ سرتېرو د وژل کېدو او ۱۵ نور د برمته کولو ویلي، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
د طالبانو په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې په جګړه کې یو زر موټر سوځولی او څلور نور یې له ځان سره وړي دي.
جمهورخبري آژانس:فراه