جوزجان کې د طالبانو او داعش نښته کې ۶۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

21 سرطان 1397 ساعت 11:14

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر منځ خونړۍ نښتې شوې، چې لا هم دوام لري.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر منځ خونړۍ نښتې شوې، چې لا هم دوام لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن پنشنبې د چنګاښ ۲۱ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه نښته له تېرو دو ورځو راهیسې د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې پیل شوې، چې اوس هم روانه ده.

په خبرپانه کې ویل شوي، طالبانو د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ او د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ له خواو په درزاب کې د داعشیانو پر خځو او مرکزونو مرګوني بریدونه کړي او اوس هم د دغه دواړو ډلو تر منځ نښته دوام لري.

خبرپاڼه وايي، د طالبانو په برید کې ۱۶ داعشیان وژل شوي، ۱۴ تنه ټپیان او ۹ تنه نور هم وسله والو طالبانو برمته کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په جګړه کې تر اوسه ۱۰ طالبان هم وژل شوي، ۱۱ تنه ټپیان او دوه یې هم داعشیانو نیولي دي.

۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپانه کې زیاته کړې، چې په دغه سیمو کې طالبان پر داعشیانو غښتلي دي، هغوی یې له ولسوالۍ د باندې شړلي او د پرمختګ په حال کې دي.

دغه قول اردو وايي طالب سرچینو ادعا کړې، چې جګړه به یې تر هغې دوام وکړي تر څو یې ټوله سیمه له داعش نه پاکه کړې نه وي.

خو طالبانو او داعشیانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 106249

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106249/

جمهور
  https://www.jomhornews.com