ولسمشر غني له ازربایجانه افغانستان کې د تیلو د استخراج غوښتنه کړې

21 سرطان 1397 ساعت 13:41

افغان ولسمشر له خپل ازربایجاني سیال الهام علی اوف نه غوښتي، چې هېواد یې افغانستان کې پانګونه وکړي.


افغان ولسمشر له خپل ازربایجاني سیال الهام علی اوف نه غوښتي، چې هېواد یې افغانستان کې پانګونه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني او ښاغلي علي اوف بروکسیل کې د ناټو مشرانو د غوندې په څنډه کې یو له بل سره لیدلي دي.

دواړو لورو پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې اترې کړې او ولسمشر غني له علي اوف نه غوښتي، چې هېواد یې د افغانستان د پرمختګ له پاره په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې افغانستان د تېلو او نورو موادو لوی کانونه لري او اذربایجان کولی شي له خپلو تجربو په استفادې دلته پانګونه وکړي.

افغان ولسمشر په ځانګړي ډول د تیلو د استخراج په برخه کې د ازربایجان د پانګونې غوښتنه کړې ده.


ولسمشر غني همدا راز ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې بللې دي او د لا پراختیا لپاره یې پر هڅو ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې د ازربایجان ولسمشر علي اوف هم په بېلو برخو کې له افغانستان سره د مرستو پر دوام ژمنه کړې ده او د افغانستان ثبات یې د ټولې سیمې د پرمختګ لپاره مهم بللی دی.

د یادونې وړ ده، چې ولسمشر غني د ناټو د غونډې په ترڅ کې د اورپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرۍ، د فرانسې له ولسمشر امانول مکرون او ځینو نورو مشرانو سره هم لیدنې کتنې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106253

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106253/

جمهور
  https://www.jomhornews.com