۰

تخار کې د افغان پوځ ۲۹ سرتېري وژل شوي دي

پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۴
سیمه ییز چارواکي وايي، تخار ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه برید پر مهال د افغان پوځ ۵۶ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تخار کې د افغان پوځ ۲۹ سرتېري وژل شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، تخار ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه برید پر مهال د افغان پوځ ۵۶ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور ویلي طالبانو تېره شپه (پنشنبې شپه د چنګاښ ۲۱مه) د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د پل مومن پر بیز برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو په دې برید کې ۲۹ افغان پوځیان وژلش وي او ۱۷ نور ټپیان شوي، خو ځينې سرچینې د افغان پوځیانو مرګ ژوبله تر دې لوړه ښيي.

تیمور ویلي، په بیز کې ټول تجهیزات، ۳ رینجر او ۳ هاموی ټانکونه او دغه راز په یاده سیمه کې د سیمه ییزه پولیسو دوه پوستې هم طالبانو نیولې دي.

د هغه په وینا د پل مومن پر بیز چې د دشت ارچي او خواجه غار تر منځ د دروازې حیثیت لري او که چېرې خواجه غار ته د طالبانو د ننوتو مخه ونه نیول شي، ښايي دغه ولسوالي سقوط شي.

دفاع وزارت او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي