لوګر کې وسله والو یو بل ښوونځی سوځولی دی

21 سرطان 1397 ساعت 14:29

ناپېژانده وسله والو کسانو د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د نجونو او هلکانو یوه ښوونځي ته اور ورته کړی او سوځولی یې دي.


ناپېژانده وسله والو کسانو د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د نجونو او هلکانو یوه ښوونځي ته اور ورته کړی او سوځولی یې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره (پنشنبې شپه د چنګاښ ۲۱ مه) د پل علم اړوند د جوی یک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د لوګر د والي ویاند شمشاد لاروی وايي، وسله والو کسانو لومړی د یاد شوي ښوونځي ساتونکي تړلي او بیا یې ښوونځي ته اور وروته کړی، چې ټول لوازم یې سوځېدلي دي.

دا د نجونو او هلکانو یو ابتدايي ښوونځی و، چې د لوګر د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې د شپږ سوه نه ډېرو زده کوونکو په کې زده کړې کولې.

تر اوسه د دغه پېښې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه شپې وړاندې هم وسله والو د پل علم اړوند شولک سیمې لومړنی ښوونځي سوځولی وو.

باید و ویل شي، چې دا مهال د دې ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې هم ۳۹ ښوونځي د تېرې يوې اوونۍ راهيسې د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.

د لوګر چارواکي وايي، ښوونځي طالبانو بند کړي، خو طالب ویاند ذبيح الله مجاهد له رسنيو سره په خبرو کې دا رد کړې چې ګني د دوی وسله والو په محمداغه او پل علم کې ښوونځي تړلي او يا يې سوځولي دي.
 
جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 


د مطلب کود: 106259

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106259/

جمهور
  https://www.jomhornews.com