۰

نواز شریف او لور یې مریم نوزا پولیسو نیولي دي

شنبی ۲۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۴
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د هغه لور مریم نواز چې د فساد په تور په بند محکوم شوي دي د پولیسو له خوا نیول شوي.
نواز شریف او لور یې مریم نوزا پولیسو نیولي دي
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د هغه لور مریم نواز چې د فساد په تور په بند محکوم شوي دي د پولیسو له خوا نیول شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نواز شریف او د هغه لور په لندن کې و، خو کله چې تېره ورځ جمعه د چنګاښ ۲۲ مه پاکستان ته راستانه شوي، په لاهور ښار کې پولیسو نیولي دي.

عیني شاهدانو ویلي یونیفورم لرونکو کسانو نواز شریف او د ده لور په هوايي ډګر کې له الوتکې نه تر ښکته کېدو سمدستي وورسته ونیول.

پاکستانۍ رسنیو ویلي، نوزا شریف او لور یې د لاهور په هوايي ډګر کې تر نیول کېدو وروسته په یوه بله الوتکه کې اسلام آباد ته یووړل شوي دي.

د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند هم د نوازشریف او د هغه د لور مریم نواز نیول کېدل تايي کړي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

باید و ویل شي، چې په نواز شریف او د هغه په لور مریم نواز څو ورځې وړاندې د پاکستان د یوې محکمې له خوا د بند او میلیونه ډالرو د ورکړې حکم وشو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي