بلوچستان کې ځانمرګي برید ۱۲۸ تنه وژلي دي

23 سرطان 1397 ساعت 8:49

د پاکستان بلوچستان ایالت کې د ټاکنو د کمپاین پر یوه غونډه په ځانمرګي برید کې کابو ۳۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې نوماندان هم په کې دي.


د پاکستان بلوچستان ایالت کې د ټاکنو د کمپاین پر یوه غونډه په ځانمرګي برید کې کابو ۳۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې نوماندان هم په کې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید پرون جمعه د غبرګولي ۲۲ مه د بلوچستان ایالت د مستونګ په سیمه کې د بلوچستان عوامي ګوند د پلویانو په یوه غونډه شوی دی.

پولیسو ویلي برید په موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو په واسطه شوی، چې له امله یې ۱۲۸ تنه وژل شوي او ۱۵۰ نور هم ټپیان شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې د بلوچستان عوامي ګوند نوماند نواب زاده سراج ریسانی او دغه راز د دې ګوند یو شمېر نور مهم کسان هم شامل دي.

د بلوچستان د پولیسو یوه مشر محمد ایوب اڅکزي ویلي ریساني لومړی ټپي او کوټې ته د درملنې له پاره لېږدول کېدو خو په لار کې یې ساه ورکړه.

د پېښې نور ټپیان هم ځايي رغتونونو ته رسول شوي دي، خو ویل کېږي، د ځینو روغتیايي حالت نازک دی او ښايي د مړو شمېر تر دې هم لوړ شي.

د دغه برید مسؤولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

دا په تېره یوه اوونۍ کې دوهم ځانمرګی برید دی، چې پاکستان کې پر ټاکنیزو غوندو کېږي.

څو ورځې وړاندې تر ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبرپښتونخوا کې هم پر یوه انتخاباتي غونډه ځانمرګي برید کې ۲۱ کسان وژل شوي و، چې د عوامي نېشنل ګوند کاندید هارون بلور هم په کې شامل وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106285

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106285/

جمهور
  https://www.jomhornews.com