۰

ښايي ټرمپ او پوتین د افغانستان په اړه سره وغږېږي

شنبی ۲۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۵
ټاکل شوې، چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین فنلنډ کې سره وګوري او پر یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.
ښايي ټرمپ او پوتین د افغانستان په اړه سره وغږېږي
ټاکل شوې، چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین فنلنډ کې سره وګوري او پر یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ او پوتین د فنلنډ پلازمېنه هلسینکي ګوري او پر یو لړ مهمو نړیوالو موضوعاتو به خبرې وکړي، خو ښايي تر دې غونډې وروسته د افغانستان په اړه هم خبرې اترې وکړي.

د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم دا خبره تاييد کړې او ویلي یې دي، چې ولسمشر پوتین له ډونالد ټرمپ سره په خبرو کې د افغانستان موضوع هم اضافه کړې ده.

د روسیې ځانګړی استازی زیاته کړې، که ډونالډ ټرمپ لېوالتیا وښيي، پوتین به د افغانستان په اړه ورسره خبرې وکړي او تمه ده د افغانستان پر موضوع ځيني پرمختګونه وليدل شي.

نوموړي ویلي  راپورونه يې اورېدلي چې وایي، امریکا د افغانستان په اړه د خپلې ستراتيژۍ پر ارزونه غور کوي او په وینا یې امریکا باید د افغانستان په اړه خپله ستراتېژي بدله کړي.

کابلوف دا هم زیاته کړې، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې په امریکا پورې تړاو لري خو په خبره یې طالبان بايد وهڅول شي چې له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شي.

د روسیې ځانګړي استازي په همدې تړاو ویلي د سوله يېز جوړجاړي امکان به هغه مهال رامنځته شي چې امريکا له طالبانو سره له افغانستانه د وتلو پر مهالوېش مستقيمې خبرې وکړي.

باید و ویل شي، چې د امریکا او روسیې ولسمشران به د راتلونکې دوشنبې د میلادي جولای میاشتې په ۱۶ مه د فنلنډ پلازمېنه هلسینکي کې سره وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي