خیبرپښتونخوا کې هم چاودنې ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

23 سرطان 1397 ساعت 9:23

تر ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبرپښتونخوا کې هم د جمعت علمای اسلام ګوند پر یوه نوماند چاودنه شوې، چې له امله یې ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


تر ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبرپښتونخوا کې هم د جمعت علمای اسلام ګوند پر یوه نوماند چاودنه شوې، چې له امله یې ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون جمعه د چنګاښ ۲۲ مه د خیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې د خیبر پښتنوخوا د پخواني اعلی وزیر او د جمعیت علمای اسلام فضل نوماند اکرم خان دراني پر موتر شوې ده.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر محمد طاهر ویلي، چاودنه د ریموټ کنټرول ماین له کبله شوې، چې په کې څلور تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا اکرام خان درانی له دغه چاودنې روغ وتلی او ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په بلوچستان کې هم د بلوچستان عوامي ګوند پر یوې ټاکنیزې غونډې ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې ۱۲۸ تنه وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.

تر دې وړاندې بیا د خیبرپښتونخوا په پېښو کې د عوامي نېشنل ګوند پر یوه ټاکنیزه غونډه ځانمرګی برید وشو، چې په کې د دغه ګوند د نوماندا هارون بلور په ګډون ۲۲ تنه په کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 106288

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106288/

جمهور
  https://www.jomhornews.com