۰
هند کې افغان سفیر:

د هند او افغانستان سوداګري به ۲ میلیارد ډالرو ته لوړه شي

شنبی ۲۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۲
په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي ویلي تر ۲۰۲۰ میلادي کابل پورې به د هند او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ کچه دوه میلیارد ډالرو ته ورسېږي.
د هند او افغانستان سوداګري به ۲ میلیارد ډالرو ته لوړه شي
په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي ویلي تر ۲۰۲۰ میلادي کابل پورې به د هند او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ کچه دوه میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ابدالي زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې د افغانستان او هند تر منځ سوداګریزه اړیکې خورا ښې شوې او دا مهال  د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه نږدې 900 میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې دواړو لورو تر راتلونکي ۲۰۲۰ کال پورې خپل هدف دوه میلیارده ډالر ټاکلی دی او تر 2022 کال پورې به د چابهار بندر له پرانیستنې سره دا سوداګري نوره وده هم وکړي.

هند کې افغان سفیر ویلي، دوی د هند او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ خونې پرانستلو او په هند کې د افغاني توليداتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې هم له هندي چارواکو سره خبرې اترې کړې دي، څو هلته ورته د افغاني توکو لپاره یوه خونه هم پرانېزي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي