پوځي چارواکي وايي قندوز کې ۴۱ وسله وال وژل شوي دي

23 سرطان 1397 ساعت 11:08

شمال کې د افغان پوځ چارواکي وايي، قندوز ولایت کې د هوايی بریدونو پر مهال ۵۲ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


شمال کې د افغان پوځ چارواکي وايي، قندوز ولایت کې د هوايی بریدونو پر مهال ۵۲ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن شنبې د چنګاښ ۲۳ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د قندوز ولایت په چهاردرې او دشت ارچي ولسوالیو کې پر وسله والو مخالفینو هوايي بریدونه کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه هوايی بریدونه د چهاردرې په تپه غلام علي او او دشت ارچي کې شوي، چې پر مهال یې ۴۱ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

خو وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:شمال
 


د مطلب کود: 106295

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106295/

جمهور
  https://www.jomhornews.com