سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو اروزګان ولایت کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې دوه پایې سوځولې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره (شنبې شپه د چنګاښ ۲۳ مه) د اروزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د دهراود مرستیال امنیه قوماندان جان محمحد کریمي ویلي، طالبانو د یادې ولسوالۍ په اچکزايي او چراغ کلیو کې دوه مخابراتي پایې سوځولې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې سوځول شوې پایې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې اړوند وې، خو تر اوسه نه ده معلومه چې طالبانو ولې دغه کار کړی دی.
د هغه په وینا افغان بېسیم شبکې وړمه ورځ په دغه سیمه کې خپل فعالیت درولی وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید و ویل شي، چې اروزګان ولایت کې تر دې وړاندې هم یو شمېر مخابراتي پایې د وسله والو له خوا سوځول شوې وې.
جمهورخبري آژانس:اروزګان